Print
Print

د دوهم څپرکي لپاره د ستر ستوري ډل‏مشران، څارونکي او مېلمه

په افغانستان کې د غږ تر ټولو په زړه پورې خپرونه د طلوع لخوا تاسو ته راوړل شوې ده

وحید قاسمی

لومړني، منځني او لوړې زده‎کړې یې د سردار خان‎جان، د نادریې لېسه او د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې ترسره کړې دي.

آرش بارز

آرش بارز د ۱۳۶۵ کال د سلواغې په ۲۹ وزېږېد. ماشومتوب او ځواني یې په ایران کې تېره کړه. هغه لوړې زده‎کړې ترسره کړي او خپل لېسانس یې د هرات پوهنتون څخه د اقتصاد په برخې کې ترلاسه کړی. آرش موسیقي هم په علمي توګه زده کړې ده او ۱۰ کاله کېږي چې په دې برخې کې فعالیت کوي.

قیس الفت

قیس الفت، د استاد الفت آهنګ زوی په کابل کې، په یوې داسې کورنۍ کې وزېږېد چې د موسیقي پیاوړې مخینه لري. په افغانستان کې د روانې جګړې له امله، قیس او د هغه کورنۍ اړ شوه چې د هغه زېږدځای خوشي او او د هندوستان، نوی ډيلي ته ستانه شي.

عبید جوینده

ښه سټایل لرونکی، موسیقۍ ته زیات لېوال، غوره سندرغاړی
د ۱۳۵۴ کال د لړم په ۱۲ د کندز په ښائسته ښار کې زېږېدل شوی، عبید او د هغه کورنۍ، کله چې هغه ۷ کلن وو، په کابل کې مېشت شوه.