Print
Print
4 زمری, 1392

له ۱۲ اوونیو را په دې خوا، بلاخره اوس ورسېدو هغې شېبې ته چې ټوله یې په تمه وه. د افغانستان دوهم ستر ستوری د ۱۳۹۴ کال د ستر ستوري د جمعې شپې په خپرونه کې په ډاګه شو. د جمعې ورځې په پایلني پړاو کې، د تهمینه ارسلان، سیر ولي زاده، آریانا سعید، اکبر نېکزاد، او د پامیر د موسیقۍ ډلې سره چې د بدخشان ولایت د دودیزې موسیقۍ یوه ډله ده، موږ د ګڼ شمېر ځانګړي مېلمنو شاهدان وو. دې ځانګړي پایلني خپرونې کې د طلوع ټلویزون نامتو طنزجوړونکي، قسیم ابراهیمي او ابراهیم عابد، د خپل خوندور طنز سره د ننداره چیانو پر خولو مسکا راویستل.

 

په پیل کې، د بدخشان د موسیقۍ ډلې، د یوې غوره افغان دودیزې موسیقۍ سره خپرونه پیل کړه چې د سالون د ګډون‎والو د ستاینې وړ وګرځېدل. وروسته له هغه د خپرونې کوربه، آرش بارز، د یوې سندرې د ترسره کونې سره، د ننې شپې د خپرونې شور او هیجان لا زیات کړ څرنګه چې ټوله ګډون‎وال جمعیت د دې سندرې له اورېدو څخه هیجان شوي وه. وروسته له دې د سیالۍ درې‎واړه څارونکو، د وحید قاسمي له خوا یوه جوړه شوې سندره په ګډه ترسره کړه، دا د لیدونکو لپاره یوه ځانګړې ډالۍ وه!

 

ټاکل شوې وه چې تهمینه ارسلان به د خپرونې د ځانګړي مېلمنو څخه وي، له دې کبله د ستر ستوري ډلې، په دې خپرونې کې د ګډون لپاره هغوی ته د آسټرالیا هېواد له سیډني ښاره څخه بلنه ورکړه. هغوی د «رحم کن بر دلم که مسکین است» نامتو سندره ترسره کړه؛ دا سندره د افغانستان نامتو سندرغاړي، استاد سرآهنګ، په ښائسته او پېژندل شوي غږ ترسره شوې وه. وروسته له هغه، سیر ولي‎زاده، د لومړي څپرکي ستر ستوری پر سټېج باندې ښکاره شو او د «بهار آمد» په نوم یوه ډېره ښکلې سندره یې ترسره کړه چې په پوره توګه یې د سالون ګډونوال حیرانه کړه. وروسته، خپرونه د دې څپرکي د دوو پایلني ستورو، امېد پارسا او الیاس ایثار سره، دوام وموند. 

 

سهراب الیار، حسام فرزان، شکران خان، او نواب نجمي، د «ستر ستوری» د دې څپرکي څلور حذف شوي ستوري یوه ډله‎ییزه سندره ترسره کړه، د دې ستورو له درناوی څخه ډک ګډون، د ننې شپې خپرونې ته یو ځانګړی رنګ ورکړ او د سالون ګډونوالو وکولای شو وروسته له څو وختونو، د آشنا څېرو آواز یو ځل بیا واوري.

 

په همدې توګه، اکبر نېکزاد یو غزل سندره ترسره کړه او وروسته له هغه، د هېواد د موسیقۍ بریالې مېرمن، آریانا سعید، خپل د یوې نوي او نه خپره شوې سندرې سره د سالون ګډون‎وال حیرانه کړه. همدارنګه قسیم ابراهیمي د خپل طنز سره سالون ته لازیاته ګرمي وبخښل. 

 

په پای کې، قیس الفت، عبید جوینده، او وحید قاسمي، د خپرونې څارونکو، خپل انفرادي سندرې ترسره کړې. قیس الفت خپل نوې بریالې سندره، نازي ګک، عبید جوینده خپله نامتو سندره، مبارک مبارک، او وحید قاسمي، «مېشه در باغ دو چشمایت بشینم» سندره ترسره کړه. دا ترسره کونې د دې ښکارندوی وې چې هغوی د دې خپرونې سره ښه وختونه تېر کړي وه. 

 

د داسې ډول ډول پېښو او یادونو څخه وروسته، د خپرونې د ګټونکي د اعلان ډېر حساس او ډراماټیکې شېبې ته ورسېدو. له آریانا سعید څخه غوښتنه وشوه تر څو د دې څپرکي ستر ستوری اعلان کړي، او دا کس بل څوک نه، امېد پارسا وو!