Print
Print

آرش بارز

آرش بارز د ۱۳۶۵ کال د سلواغې په ۲۹ وزېږېد. ماشومتوب او ځواني یې په ایران کې تېره کړه. هغه لوړې زده‎کړې ترسره کړي او خپل لېسانس یې د هرات پوهنتون څخه د اقتصاد په برخې کې ترلاسه کړی. آرش موسیقي هم په علمي توګه زده کړې ده او ۱۰ کاله کېږي چې په دې برخې کې فعالیت کوي. آرش په هرات کې د «آبي» په نامه د موسیقۍ یوه ډله جوړه کړه او د خپل ملګرو سره چې د دې ډلې غړي وه، له څو کلونو راهیسې په هرات کې په موسیقۍ کې بوخت دی. د افغان ستوري په نهم څپرکي کې د آرش بارز ځلېدنه، د هغه غږ د هرات له واټنونو څخه ټوله افغانستان ته او د پولو څخه بهر ته ورسوی. هغه په دې سیالۍ کې د درېم مقام د ترلاسه کولو سره وکولای شو د خپلې ډلې له خوا جوړې شوې سندرې د پوره پیاوړتیا او ځواک سره ترسره کړي. اوس د «ستر ستوری» د خپرونې له لارې، د دې خپرونې د مخاطبانو کوربه دی.