Print
Print

قیس الفت

قیس الفت، د استاد الفت آهنګ زوی په کابل کې، په یوې داسې کورنۍ کې وزېږېد چې د موسیقي پیاوړې مخینه لري. په افغانستان کې د روانې جګړې له امله، قیس او د هغه کورنۍ اړ شوه چې د هغه زېږدځای خوشي او او د هندوستان، نوی ډيلي ته ستانه شي. په هندوستان کې د مېشت کېدو سره سم، قیس د خپل پلار دلارښونې سره په ۵ کلنۍ کې هارمونیه غږول او سندره ویل پیل کړه.
همدارنګه هغه د خپل کاکا «استاد فضل احمد» سره د طبله غږولو د هنر زده‎کړه هم پیل کړه. وروسته له دې چې کاناډا ته ستانه شوه، کوم چې اوس مهال د ریښتني کوره څخه لرې د هغه دوهم کور دی، قیس د خپل مسلکي دندې په توګه موسیقي تعقیب کړه او د ځینې پېژندل شوي افغان سندرغاړو لپاره یې د موسیقۍ چمتو کول پیل کړه.
هغه د یو سندرغاړي په توګه ۱۳۸۶ کال کې د خپل غوره یو کسیزه سندرو، لومړی «چشمان مست – مستې سترګې» او وروسته له هغه «موج ګل – د ګل څپه» سندرو سره خپل هنري سرلیک په ډاګه کړ. قیس خپل دوې غورې دوه کسیزې سندرې، لومړی «شعر عاشقانه - ۱۳۸۹» او بیا «دل - ۱۳۹۰» کې خپرې کړې چې دا دواړې سندې د اورېدونکو له خوا ډېرې وستایل شوې. د هغه وروستۍ کار «عاشقي» چې د غوره افغان سندرغاړو «شکیب عثماني او غزال» په همکارۍ ترسره شوې دې، چې سمدستي ډېر نامتو شو او اوس مهال په افغانستان کې د ګڼ شمېر ټلویزونونو او راډیوګانو له لارې خپرېږي.
د موسیقۍ په اړه د قیس ژوره پوهه و هغه ته دا وړتیا بخښلې ده چې په بېلابېل بڼو، لکه نیمایي غزل، سپک غزل، غزل او پاپ کې سندرې ووایي.
د دې ځانګړي غږ، او په دې بڼې سندره ویلو او د موسیقۍ په بهیر کې ژورې پوهې درلودو سره، قیس الفت به د «ستر ستورۍ» د موسیقۍ په دې نوې خپرونې او په دې څپرکې کې، د ګډون‎کوونکو تر منځ د غوره غږ موندلو لپاره د یوې ۶ کسیزې ګډون‎کوونکې ډلې د ډل‎مشر په توګه ځای ولري.