Print
Print

وحید قاسمی

لومړني، منځني او لوړې زده‎کړې یې د سردار خان‎جان، د نادریې لېسه او د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې ترسره کړې دي. په ۱۳۵۵ کال کې د «شاین» موسیقي ډلې د جوړنې او پاپ سندرو ترسره کونې سره په هنري فعالیتونو بوخت شو او له ۱۳۵۷ کال نه تر ننې ورځې پورې د سندره‎جوړونکي په توګه فعالیت کړی دی چې له ۶۰۰ نه زیاتره هنري اثرونه یې د تېر او اوسني نسل له خوا ترسره شوې دي.
د ماشومانو لپاره د «قوقو برګ چنار» کتاب هم د وحید قاسمي د لاسته راوړنو څخه دی. له ۱۳۸۴ کال نه تر اوسه د موسقي څېړونکي په توګه، د ستر لاسته راوړنو سره د هېواد د سوچه موسیقیو په څېړنې او راټولنې کې بوخت دی. او له ۱۳۹۳ کال نه تر اوسه د موبي ګروپ تر سیوري لاندې د ډایرکټر، سندره جوړونکي، سندره ویونکي، موسیقي څېړونکي او د باربُد د مدیر مسئول په توګه دنده ترسره کوي.