Print
Print

عبید جوینده

ښه سټایل لرونکی، موسیقۍ ته زیات لېوال، غوره سندرغاړی
د ۱۳۵۴ کال د لړم په ۱۲ د کندز په ښائسته ښار کې زېږېدل شوی، عبید او د هغه کورنۍ، کله چې هغه ۷ کلن وو، په کابل کې مېشت شوه.
د اماني لېسې څخه د فارغېدو وروسته، عبید په کابل پوهنتون کې د حقوقو په پوهنځي کې خپل زده‎کړو ته دوام ورکړ.
عبید په ډېر کم عمر کې موسیقۍ ته لېوال وموندل شو او زیات وخت هم تېر نه شو تر څو کورنۍ یې په موسیقۍ کې د ده وړتیا په نښه او ترې ملاتړ وکړي. عبید خپل لومړۍ آله (د موسیقۍ آله)، آکارډیون، په لس کلنۍ کې ترلاسه کړ.
عبید د لومړي ځل لپاره د یو سندرغاړي په توګه هغه وخت خپل په کار پیل وکړ چې لاتراوسه د حقوقو محصل وو، څرنګه چې د هغه سندره «صدای قلبم – زما د زړه آواز» د افغانستان په راډیو ټلویزون کې ډېره نامتو شوه. په دې مودې کې، عبید یو لړ نورې سندرې ثبتې کړې، چې د افغانستان د سیاسي نظام د بدلون له کبله، د هغه سندرې خپرې نه شوې. په ۱۳۷۰ کال کې، عبید او د هغه کورنۍ اړ شوه چې د جګړو له کبله افغانستان خوشي کړي او په مؤقتي توګه اوکراین کې او وروسته له هغه په ۱۳۷۲ کال کې، تر نن ورځې پورې انګلستان، لنډن کې مېشت شي.
عبید دا ویاړ ترلاسه کړ چې د موسیقۍ ستر او نامتو استاد غلام علي خان تر لاس لاندې موسیقۍ زده او د «کعبهء دل»، «حدیث وفا» او «آغاز» په نامه درې آلبومونه خپاره کړي.
عبید په نړیواله کچه ګڼ شمېر کانسرټونه ترسره کړي دي او د خپل موسیقۍ ځانګړي او خوندور وړتیاوو سره، هغه اوس مهال د افغانستان د موسیقۍ وده کوونکي صنعت ته یو نوی منظر راوړی دی.
د «ستر ستورۍ» د موسیقۍ په ریښتینې خپرونې کې، عبید به د ستورو یوه شپږ کسیزه ډله خپل کړي، چې هر یو به، په افغانستان کې، د ستر سندرغاړۍ (ستر ستورۍ) کېدو لپاره د نورو سره سیالۍ وکړي.