Print
Print
14 چنګاښ, 1392

د دې اونۍ د څلورو غورو پړاو، د پښتو ژبې یو وطن‎پالونکي سندرغاري «لطیف ننګرهاري» د ملتیا سره، چې د هېواد له بهره څخه بلل شوی وو، په لاره واچول شوه. د ګډون‎کوونکو له خوا د یوې ډله‎ییزې سندرې وروسته، لطیف ننګرهاري د «ستا د سترګو بلا واخلم جانانه» په نوم یوه ښکلې پښتو سندره ترسره کړه. هغوی د ستر ستوري د دې اونۍ د خپرونې تر پایه شتون درلود او خپل مثبتې ویناوې یې د ستر ستوري خپرونې د ګډون‎کوونکو د ترسره کونې په اړه وړاندې کړې.

 

د لطیف ننگرهارِ د ترسره کونې وروسته، «الیاس ایثار» په سټېج باندې ښکاره شو او د «جدایي ای جدايي» سندره، د نامتو افغان سندرغاړي «امیر جان صبوري» اثر یې ترسره کړ. د خپرونې څارونکو د دې ترسره کونې لپاره ۲۶ امتیازونه ورکړه او د خپرونې ځانګړي مېلمه، لطیف ننګرهاري، د الیاس دا ترسره کونه وغندل. وروسته له هغه «سهراب الیار» یوه اُزبکي سندره ترسره کړه چې د «چاوو» په نوم یو افغان دودیز هرمند له خوا جوړه شوې ده. دا ترسره کونه د څارونکو له خوا په کلکه وغندل شوه او و یې کولای شو ۲۳ امتیازونه خپل کړي چې د دې اونۍ تر ټولو کم امتیازونه وه.

 

«جمشېد سخي»، هغه کس چې د دې اونۍ د سرو زرو څوکۍ خپله کړې وه، د «من غرق خیالِ تو» سندره ترسره کړه او د یوه ستوري سره، ۲۷ امتیازونه یې ترلاسه کړه.
په پای کې، «امېد پارسا» وروستۍ ګډون‎کوونکی وو چې په سټېج باندې ښکاره شو او د «این فصل» سندره یې ترسره کړه چې د دې خپرونې د ځانګړي مېلمنو د ګڼ شمېر مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه. د خپرونې څارونکو په ټوله‎ییزه توګه دې ترسره کونې ته ۲۹ امتیاز (شمېرې) ورکړې چې د دې اونۍ تر ټولو زیات امتیازونه وه. تر هغو چې بل ګډون‎کوونکی وکولای شي تر ټولو زیات امتیازونه لاس ته راوړي، امید به په راتلونکې اونۍ کې د سرو زرو پر څوکۍ ځای ولري. د دې اونۍ خپرونه د امېد پارسا د دوهمې ترسره کونې سره پای ته ورسېدل.