Print
Print
14 چنګاښ, 1392

د ۵ غورو د پایلو د اعلان په خپرونه کې، «آرش بارز»، د ستر ستوري د دې څپرکي کوربه، لومړنی کس و چی د استیج پر مخ ښکاره شو او د دې خپرونې ځانګړی مېلمه، «شریف ساحل» یې راوپېژانده؛ دی د افغانستان د سترو ستورو څخه یو دی. شریف ساحل دا خّپرونه له یوه حیرانوونکي سندرې «شبې که طوفان» سره پیل کړه او د ستر ستوري خپرونه يې تر وروستۍ شېبې پورې وڅارله او د ستر ستوري د ګډون‏کوونکو د ترسره کونې په اړه یې ښکلي نظرونه وړاندې کړل.

 

د شریف ساحل د ترسره‏کونې پسې، «امید پارسا» د استیج پر مخ ښکاره شو او د «کمکم کن» سندره یې ترسره کړه، دا سندره د یوه افغان سندرغاړی، «وحید سرور» له کارونو څخه ده. وروسته له هغه، «جمشید سخی او شفیق سروش» یوه دوه کسیزه سندره د، «نُقل و صندلي» په نوم ترسره کړه، دا سندره د یوه افغان نامتو سندرغاړي، «امیر جان صبوري» له کارونو څخه ده. دا دوه کسیزه د څارونکو او د خپرونې د ځانګړي مېلمه د مثبتو آندونو سره مخامخ شوه. د «باز آمدم» سندره د یوه ستر افغان سندرغاړي «فرهاد دریا» له اثرونو څخه، د دې اونۍ دوهمه دوه کسیزه سندره وه چې د «سهراب الیار او الیاس ایثار» له خوا ترسره شوه.

 

د خپرونې په آخر کې، ټول ستوري، څارونکي او شته ننداره‏چیان د ۵ غورو د پایلو د اعلان په تمه ول او استیج ټول د تاثیر لاندې تللی وو. د خپرونې کوربه له ټولو ګډون‏کوونکو څخه د خپرونې څخه د حذف کېدو په اړه پوښتنې وکړې، هغوی ټول د خپرونې څخه د حذف کېدو په اړه اندیښمن ول او د ډار او اضطراب ډکو شېبو وروسته، «شفیق سروش» هغه څوک وو چې له خپرونې څخه حذف شو او د دې اونۍ د سترستوري خپرونه د سترستوري د استیج پر سر د هغه د وروستنۍ ترسره کونې سره پای ته ورسېده.