Print
Print
8 چنګاښ, 1392

د افغانستان «غوره ستوری» خپرونه چې د دې جمعې په شپه په لاره واچول شوه، د طلوع ټلویزون څخه خپره شوه؛ څرنګه چې ستورو د ۳۰ بشپړو امتیازونه (شمېرو) او د سرو زرو څوکۍ د لاس ته راوړلو لپاره، خپلې ټولې هڅې په کار واچولې. د تېرې جمعې خپرونې په دې برخې کې «شفیق سروش»، له څاروونکو څخه د تر ټولو نه پورته امتیازونو د لاس ته راوړلو لپاره، د سرو زرو پر څوکۍ کیناستلی وو.

 

خپرونه د پنځه ګډون‎کوونکی (شفیق سروش، جمشېد سخي، امېد پارسا، الیاس ایثار او سهراب الیار) له خوا د یوې ډله‎ییزې سندرې سره پیل شوه. هغوی د «شاد کُن جانِ من» سندره ترسره کړه؛ دا سندره د نامتو افغان سندر غاړي «سرآهنګ» له خوا جوړه شوې ده. وروسته له هغه، امېد پارسا په سټېج باندې راغی او یوه ښکلې سندره چې پخپله یې جوړه کړې وه، ترسره کړه او له څاروونکو څخه یې ۳۰ بشپړې شمېرې لاس ته راوړې.

 

دوهم ګډون‎کوونکی، سهراب الیار وو چې یوه اُزبکي سندره یې ترسره کړه او له څاروونکو څخه یې ۲۹ شمېرې ترلاسه کړې. الیاس ایثار، دریم ګډون‎کوونکي، د «آمده ام تا صد چمن» سندره ترسره کړه چې څاروونکو د دې ترسره کونې لپاره هغه ته ۲۹ شمېرې په پام کې ونیولې.
د الیاس ایثار وروسته، دې ځل د سرو زرو څوکۍ لاس ته راوړوونکي (د، شفیق سروش) وار وو چې د استاد سرآهنګ یوه نامتو سندره یې ترسره کړه، چې د څاروونکو د سختې نیوکې سره مخامخ شو. هغوی (څاروونکو) د شفیق د ترسره کونې لپاره، له ۳۰ شمېرو څخه ۲۳ شمېرې ورته غوره کړې چې د نورو ګډون‎کوونکو په پرتله تر ټولو ټیټې شمېرې وې.

 

جمشېد سخي د افغان دودیزې موسیقۍ سره، د استاد سرآهنګ یوه سندره ترسره کړه. هغه د ۳۰ بشپړو شمېرو سربېره، دوې ستورې هم له څاروونکو څخه ترلاسه کړې چې په دې توګه د ننې شپې د خپرونې تر ټولو زیات امتیازونه په هغه پورې اړوند شوه. جمشېد د سرو زرو پر څوکۍ کېني تر څو بل ګډون‎کوونکی وکولای شي د هغه ریکارډ مات کړي.