Print
Print
22 چنګاښ, 1392

د نن شپې د څلورو غورو د پایلو د اعلان خپرونه د خپرونې کوربه «آرش بارز» لخوا د مینې په اړه یو ښکلي شعر ډکلمې سره، پیل شوه چې وروسته له هغه د خپرونې د تېرې برخې یو لنډ کلېپ نندارې ته وړاندې شو.

 

د خپرونې ځانګړی مېلمه، نامتو افغان قوالي ویوونکی «یوسف محمود» وو، هغوی او د هغو د موسیقۍ ډله د ستر ستوري د خپرونې له خوا د لندن څخه رابلل شوي وو. هغوی د خپلې ډلې سره د «افتاده ام به بستر غم زار یا علي» په نوم یوه ښکلې سندره ترسره کړه. 

 

د پایلو اعلان د تېرو خپرونو په پرتله، په دې خپرونې کې ګډون کوونکو په جلا توګه خپلې سندرې ترسره کړې. «الیاس ایثار» لومړی ګډون‏کوونکی وو چې د سټېج په سر ښکاره شو او د «شادکام نوابي» له خوا جوړه شوې یوه نوې سندره یې ترسره کړه، دا ترسره کونه د څارونکو د مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه. د الیاس ایثار څخه وروسته، «جمشېد سخي» د یوې جلا او غوره ترسره کونې سره دوهم کس وو چې د سټېج پر سر ښکاره شو، جمشېد د «چون غنچه لعل تو»، د «شریف غزل» له خوا جوړه شوې سندره وویله چې د څارونکو د تأیید وړ وګرځېده. 

 

«امېد پارسا» د خپرونې دریم ګډون‎کوونکی وو چې د افغانستان د نامتو سندرغاړي، «سلام جاوېد» یوه سندره یې ترسره کړه، دا ترسره کونه د څارونکو د نیوکې سره مخامخ شوه. وروستنی ګډون‎کوونکی «سهراب الیار» وو چې یوه ازبکي سندره یې ترسره کړه، دا سندره د هغه د [کاکا] له خوا جوړه شوې وه او بریالی شو چې د څارونکو رضایت ترلاسه کړي. 

 

په پای کې، جمشېد سخي وو چې له خپرونې څخه حذف شو او خپرونه د هغه د وروستنۍ ترسره کونې سره پای ته ورسېده.