Print
Print
31 غبرګولی, 1392

د دې اونۍ خپرونه د زیات شمېر توپیرونو سره پیل شوه. د دوو ډلو غړي د یوې ډلې په چوکاټ کې سره راټول شوه او د دواړو ډل‎مشرانو دنده د څارونکو دندې ته بدلون وموند، همدارنګه د تېرو برخو پر خلاف، وحید قاسمي هم د خپرونې د دریم څارونکي په توګه د هغو سره ګډ شو. ګډون‎کوونکي د خپل ترسره کونې پر اساس د هغو څخه امتیاز (شمېرې) ترلاسه کوي. له دې سره، «د سرو زرو څوکۍ» یو له هغو توپیرونو څخه ده چې په دې خپرونې کې راوستل شوه. دا څوکې، د هرې ځانګړې اونۍ د غوره ترسره کوونکي لپاره په پام کې نیول شوې ده، کوم څوک چې د ټولو په پرتله زیات امتیازونه (شمېرې) ترلاسه کړي، دا څوکې به په هغه پورې اړه ولري. دا لړی به تر هغو پورې دوام مومي چې بل ګډون‎کوونکی و نه شي کړای تر ټولو لوړې شمېرې ترلاسه کړي.

 

د خپرونې په پیل کې نوي څارونکي، «وحید قاسمي»، یوه ډېره پخوانې سندره چې د هغه لومړنی کار وو، ترسره کړه. وروسته له هغه «الیاس ایثار» د «ای قوم به حج رفته» سندره ترسره کړه چې د څارونکو د نیوکې سره مخامخ شوه او له ۳۰ شمېرو نه یې، یوازې ۲۳ شمېرې ترلاسه کړې. هغه وویل چې نیوکې مني مګر د خپل لاسته راوړلي لږو شمېرو په اړه یې، د یو څارونکي څخه پوښتنه وکړه. د خپرونې دوهم ګډون‏کوونکي «جمشېد سخي» د «پیر من و مراد من» سندره ترسره کړه او ۲۵ شمېرې یې ترلاسه کړې.

 

په دریم وار کې، «سهراب الیار» وو چې د «عاشق شده اي ای دل» سندره یې ترسره کړه او څارونکو د دې ترسره کونې په بدل کې هغه ته ۱۷ شمېرې ورکړې چې د نورو ګډون‎کوونکو په پرتله، هغه تر ټولو لږې شمېرې ترلاسه کړې. څلورم ګډون‎کوونکی چې په ستیج باندې ښکاره شو «امېد پارسا» وو چې د نامتو سندرغاري «احمد ظاهر» د «ز همراهان جدایي» سندره یې ترسره کړه. د خپرونې درې څارونکو هغه ته ۲۴ شمېرې ورکړې.

 

د عبید جوینده له ډلې څخه یوازینی ګډون‎کوونکی، «شفیق سروش»، د دې خپرونې پنځم سندرغاړی وو چې د «بُتا ګر تو مارا» په نوم د «وحید قاسمي» یوه سندره یې ترسره کړه او ۲۵ شمېرې یې ترلاسه کړې چې تر ټولو زیاتې شمېرې وې، نو له دې کبله د دې اونۍ د سرو زرو څوکۍ یې خپله کړه. د خپرونې وروستۍ ترسره کونه په «نواب نجمي» پورې اړه درلوده چې و یې کولای شو ۲۲ شمېرې تر لاسه کړي.