Print
Print
24 غبرګولی, 1392

تېره شپه، ټوله ګډون‎کوونکو د افغانستان د نامتو سندرغاړي «احمد ظاهر» د یوې سندرې ترسره کونې لپاره چمتووالې اخیستې وه. خپرونه، د احمد ظاهر له یوې سندرې سره پیل شوه. وروسته له هغه «آرش بارز»، د خپرونې کوربه، خپرونې کې ګډون وموند او د «احمد ظاهر» د ماشومتوب ملګري ته یې بلنه ورکړه تر څو د «احمد ظاهر» د استعدادونو، د ماشومتوب، او د ځوانۍ کیسې موږ ته راواوروي.
«جمشېد راسخ»، لومړی ګډونکوونکی وو چې پر صحنې باندې راغی او د «ماهِ من ز راه رسید – زما سپوږمې له لارې ورسېدل» سندره یې زمزمه کړه؛ همدارنګه هغه د لاس ته راغلي چانس څخه ګته پورته کړه او د مور ورځ یې د نړۍ ټولو ښځو ته مبارکي وویل. «سهراب الیار»، د خپرونې دوهم ګډون‎کوونکي، د «خنده به لبهای تو را» سندره ترسره کړه او د خپرونې د دواړو ډل‎مشرانو له خوا وستایل شو. «نواب نجمي»، د خپرونې دریم ستوری وو چې د احمد ظاهر «کجکي» سندره یې ترسره کړه. د دې سندرې د ترسره کېدنې وروسته، د «احمد ظاهر» یو مینه وال ته وار ورکړل شو تر څو د نوموړي سندرغاړي یوه سندره ترسره کړي. د ډېر حیرانتیا خبره، هغه د «احمد ظاهر» د ۶۰۰ انځورونو یو آلبوم له ځانه سره درلود.
«امید پارسا»، د خپرونې څلورم ستوری چې د خپل «سنتور» سره په خپرونې کې ښکاره شوی وو، د «تنها شدم تنها» سندره یې ترسره کړه او وروسته له هغه، «الیاس ایثار» د «آکارډیون» غږولو سره د «با تو رفتم» سندره ترسره کړه چې د دواړو ډل‎مشرانو د ستاینې او ملاتړ وړ وګرځېدل.
وروسته له هغه، «شفیق سروش» د «اګر بهار بیاید» نامتو سندره ترسره کړه چې د ګډونوالو د ستاینې وړ وګرځېدل.
خپرونه د «تو برایم مقدسي» سندرې سره، چې د بشپړې ښکلا سره د «حسام فرزان» له خوا ترسره شوه، پای ته ورسېدل.