Print
Print
24 غبرګولی, 1392

د«ستر ستوري» ډلې د مور د ورځې په ویاړ په دې برخه کې یوه ځانګړې خپرونه په پام کې نیولې ده. ستوري د مور د ورځې د لمانځلو لپاره ځانګړي کارونه ترسره کوي.
د دواړو ډلو ټولو ستورو د دې برخې لومړۍ ښکلې سندره، «دل و جانم فدایت مادر من»، ترسره کړه چې په سالون کې د ننداره‏چیانو ډېره خوښه شوه. د خپرونې کوربه، آرش بارز، د خپرونې په لړ کې په سالون کې د یوې مور څخه پوښتنه وکړه چې، : « د اولادونو له خوا د یوې مور لپاره تر ټولو ښه ډالۍ څه ده؟» مور په ځواب کې وویل: «درناوی».
وروسته له هغه، ګډون‏کوونکو د مور مقام ته د درناوي لپاره دوه‏کسیزې سندرې وویلې. د ګډون‏کوونکو ترسره‏کونې د دواړو ډل‏‏مشرانو د مثبتو نظرونو سره مخامخ شوې. سربېره پر دې، «قیس الفت» د خپلې ډلې یوه غړي، «شفیق سروش»، ته د ایثار یو ټکټ ډالۍ ورکړ او له هغه څخه یې وغوښتل که چېرې د ډالۍ ګټونکی شو نو د دې ډالۍ څخه دې د «ستر ستوري» په خپرونه کې د خپلو تبلیغاتو لپاره ګټه واخلي.
په سالون کې حاضر خلک او ۸ ګډون‏کوونکي د دې په تمه وو چې نن شپه به کوم ستوری له خپرونې څخه حذف شي  او په آخر کې دا «داوود پژمان» و چې له خپرونې څخه حذف شو.