Print
Print

کامبیز حیدري

کامبیز حیدري د ۱۳۷۲ کال زېږند دی او ډیر کوچنی وو چې د آرمونیې غږول یې زده کړل. هغه د افغان ستوري د اووم څپرکې د غوره څېرو څخه وو او وتوانېده چې د اوه غورو تر پړاو پورې مخته ولاړ شي. هغه د هغو لږو ستورو له ډلې څخه وو چې د افغان ستوري د خپرونې له پای ته رسېدو وروسته یې، خپل هنر ته په جدي توګه دوام ورکړ او ډیرو بریالیتوبونو ته یې لاس پیدا کړ. د هغه لومړنۍ انځوریزه سندره چې خپره شوه، د (دنیا رفتني است) سندره وه چې له دې سندرې سره د هغه محبوبیت څو برابره زیات شو. هغه تراوسه څو سندرې ثبت او خپرې کړې دي او د هېواد څخه بهر یې هم ځینې کنسرټونه ترسره کړي دي. کامبیز وایي د ستر ستوري په خپرونه کې د ګډون موخه یې دا ده چې د خپل هنر توپیر د دې خپرونې له لارې خلکو ته ښکاره کړي او سیالي وکړي.