Print
Print

نواب نجمی

نواب نجمي د ۱۳۷۲ کال زېږند دی او د بدخشان ولایت څخه دی. هغه د افغان ستوري د شپږم څپرکي یو ګډون‏کوونکی وو. نواب نجمي وکولی شول د افغان ستوري په خپرونه کې څلورم مقام خپل کړي. هغه وروسته له افغان ستوري څخه خپل هنر ته په جدي توګه دوام ورکړی او څو غږېزې او انځورېزې سندرې یې ثبت کړې دي. د هغه لومړنۍ سندره (عشق خدایي) وه او د هغه په وینا د هغه نامتووالی یې زیات کړ. نواب د آرمونیې د غږولو وړتیا لري. هغه وایي چې په خپلو وړتیاوو باندې باور لري او کولی شي پرمختګ وکړي. هغه د افغانستان د موسیقۍ بازار ته یو آلبوم وړاندې کړی ده چې ۱۲ سندرې په کې شتون لري. نواب نجمي بیاځلي پرېکړه کړې ترڅو د نورو سندرغاړو سره د ستر ستوري د خپرونې له لارې سیالي وکړي.