Print
Print

مهران گلزار

مهران ګلزار په ۱۳۶۸ کال کې په کابل کې زېږېدلی ده. هغه د افغان ستوري څلورم څپرکي، له نامتو ګدون‏کوونکو څخه وو. مهران د آلمان د هامبورګ ښار څخه د افغان ستوري په خپرونه کې ګډون کړی وو او تراوسه هم هملته ژوند کوي. هغه له هغو ستورو څخه وو چې د خوش‏چانس په پړاو کې بریالی شو ترڅو بیاځلي خپرونې ته راشي او د افغان ستوري تر پایلنۍ خپرونې پورې مخته ولاړ شي. خو بریالی نه شو چې لومړی مقام ترلاسه کړي او دوهم شو. مهران ګلزار تراوسه ۸ سندرې ثبت او خپرې کړې دي. چې د پنځو سندرو لپاره یې ويډیو جوړې کړې دي. دی د افغاني او آمریکایي موسیقي ډلو سره کار کوي او له دې موخې سره د ستر ستوري خپرونې کې ګډون کوی ترڅو لومړی مقام خپل کړي.