Print
Print

شکران خان

شکران خان د ۱۳۷۰ کال زېږند دی او د افغان ستوري په لسم څپرکي کې یې ګډون کړی وو. شکران خان د افغان ستوري د خپرونې خلاصېدو څخه وروسته په ډیر لږ وخت کې د خپلو پلویانو په منځ کې نامتو شو. هغه تل غزل سندرې وایي او د موسیقۍ له دې بڼې سره مینه لري. شکران خان په اوس وخت کې په خپلو دوو سندرو باندې په کار کولو بوخت دی ترڅو ډیر ژر خپرې شي. هغه یو ځل بیا غوښتي دي چې د ستر ستوري په سیالیزې خپرونې کې ګډون وکړي.