Print
Print

شفیق سروش

شفیق سروش په ۱۳۷۲ کال کې په جوزجان ولایت کې زېږېدلی ده. هغه د افغان ستوري په اتم څپرکي کې د دې خپرونې یو له غورو ګډون‏کوونکو څخه وو او بریالی شو چې د ۵ غورو تر پړاو پورې مخته ولاړ شي. د افغان ستوري د خپرونې پای څخه وروسته هغه خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړی او تراوسه یې څلور سندرې ثبت کړې دي. همدارنګه یې د خپلو پلویانو لپاره ځینې کنسرټونه هم ترسره کړي دي. شفیق سروش وایي د ستر ستوري خپرونې ته راغلی یم ترڅو ډیره پیاوړې سیالي وکړم او لومړی مقام خپل کړم.