Print
Print

سهراب الیار

سهراب الیار په کال ۱۳۷۲ کې په یوه هنردوسته کورنۍ کې نړۍ ته راغی. هغه د افغان ستوري په نهم څپرکي کې ګډون کړی وو او اتم مقام یې خپل کړ. ده د افغان ستوري د لړۍ د ختمېدو وروسته، په جدي توګه د موسیقۍ په برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی ده. سهراب تراوسه ۱۴ سندرې په غږیز ډول ثبت کړې دي چې له دې منځه یوه سندره یې انځوریزه هم ده. هغه تراوسه د ترکیې په هېواد کې ۷ کنسرټونه ترسره کړي دي. هغه پرېکړه کړې چې یو ځل بیا خپلې وړتیاوې د ستر ستوري خپرونې له لارې وآزمایي.