Print
Print
20 غویی, 1392

د افغانستان د سندرو ویلو سیالیزې خپرونې «ستر ستوري» خپرونې لومړنۍ برخه، نن د شپې ۹ بجې د طلوع ټلویزیون له لارې خپرېږي

په دې خپرونه کې ۱۲ ګډون‏کوونکي ټاکل شوي دي ترڅو له یوبل سره سیالي وکړي او د «ستر ستوري» سرلیک ترلاسه کړي

نور حیا، افغانه نامتو سندرغاړې، د دوو ډلو د مشرانو، عبید جوینده او قیس الفت په څنګ کې، هغه به د نوموړې خپرونې کوربه وي

نو په تمه اوسئ او د دې خپرونې لومړنۍ برخه نن د شپې ۹ بجې د طلوع له ټلویزیون څخه مه هېروئ

دا خپرونه به تاسو او ستاسو کورنۍ ته یوه بې‏سارې تجربه وي.