Print
Print
22 چنګاښ, 1392

د «ستر ستوری» په خپرونې کې سیالۍ لا ګرانېږي! یوازې ۳ ګډون‎کوونکي په خپرونې کې پاتې دي – الیاس ایثار، امېد پارسا، او سهراب الیار – هغه کسان دي چې په دې خپرونې کې د ستر ستوري کېدو لپاره هڅه کوي. د نن شپې په خپرونه کې هغوی کولای شي دوه سندرې ترسره کړي. لومړی د لیدونکو لپاره د ډالۍ په توګه او دوهمه ترسره کونه د څارونکو له خوا د شمېرو د ترلاسه کولو لپاره په پام کې نیول شوې دي. د دې برخې په لړ کې، «امېد پارسا» په تېره اونۍ کې د څارونکو لخوا د تر ټولو نه لوړو امتیازونو د ترلاسه کولو سره د سرو زرو پر څوکۍ ناست وو.

 

«قریشي رؤیا»، د افغان موسیقي پوهانو د غوره کسانو له منځه یو کس چې رباب (یوه افغاني د موسیقۍ آله) غږوي، د خپرونې د نن شپه ځانګړی مېلمه وو. هغه د ستر ستوري د خپرونې له خوا د هېواد له بهره څخه وروسته له ۳۰ کلونو بېرته رابلل شوی وو او په دې خپرونې کې یې له ربابه سره یوه ښکلې سندره ترسره کړه.

 

لومړی ګډون‎کوونکی چې د سټېج سر ته راغی، «الیاس ایثار» وو چې یوه ښکلې هزارګي سندره یې لیدونکو ته د ډالۍ په توګه وړاندې کړه. دا ترسره کونه د «قیس الفت» د مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه. دوهم ګډون‎کوونکی، «سهراب الیار» د «چشمان سیاه» یوه ډېره نامتو سندره ترسره کړه چې «عبید جوینده» ورباندې نیوکه وکړه.

 

د ګډون‎کوونکو دوهمه ترسره کونه د څارونکو څخه د امتیاز ترلاسه کونې لپاره وه. الیاس ایثار، د یو سوچه هراتي ترسره کونې لپاره ۳۰ امتیازونه او یو ستوری ترلاسه کړ او سهراب الیار د خپل ازبکي ترسره کونې لپاره ۳۰ شمېرې ترلاسه کړې څرنګه چې څارونکو هغه د افغان دودیز سندرو د ترسره کونې لپاره لا وهڅوه.

 

په پای کې، «امېد پارسا» چې په تېره اونی کې د تر ټولو نه زیات امتیازونو سره د سرو زرو څوکۍ خپله کړې وه، په دې اونۍ کې یې د نورو ستورو په پرتله تر ټولو لږ امتیازونه ترلاسه کړل. د سرو زرو څوکۍ د تر ټولو نه زیات امتیازونو د لاس ته راوړو سره الیاس ایثار ته ځانګړې شوه، دا څوکې به د هغه وي تر څو چې بل څوک وکولای شي د هغه ریکارډ مات کړي!