Print
Print
8 چنګاښ, 1392

د دې اونۍ د پایلو د اعلان خپرونه د یوې ښکلې غزل سندرې او د افغانستان دودېزې موسیقۍ سره د دې پړاو د ځانګړي مېلمه، احمد فانوس په واسطه پیل شوه. احمد فانوس یو نامتو سندرغاړی دی او د ستر ستوري په لومړي څپرکي کې یو څارونکی هم و.

 

لومړۍ دوه‏کسیزه سندره چی د عبید جوینده نامتو سندره ده، د «با من بمان» په نوم، د شفیق سروش او نواب نجمي له خوا ترسره شوه. دوهمه سندره د «قفس‏های طلایي» په نوم، د الیاس ایثار او امید پارسا له خوا ترسره شوه چې د څارونکو او ځانګړي مېلمه، احمد فانوس، مثبت آندونه یې له ځانه سره درلودل. وروسته بیا، سهراب الیار او جمشید سخی د «شاه مدینه» نعت‏ډوله سندره ترسره کړله، چې بریالي شول ترڅو د څارونکو او ځانګړي مېلمه پام ځان ته راواړوي.

 

په پای کې، د خپرونې په پایلنۍ شیبو کې نواب نجمي چې د بدخشان ولایت پورې اړوند دی او د یوه پیاوړي استعداد خاوند و، له خپرونې څخه حذف شو. هغه تمه درلودله ترڅو د دې پړاو ستر ستوری شي، خو د خپلې وروستنۍ ترسره‏کونې سره یې د سترستوري خپرونه خوشې کړه.