Print
Print
31 غبرګولی, 1392

په دې اونۍ کې د پایلو اعلان خپرونه، د روژې مبارکې میاشت ته ځانګړې شوې وه! ټوله ګډون‎کوونکو د روژې مبارکې میاشت د هرکلۍ او درناوۍ لپاره، مناجات ترسره کړل. د خپرونې ځانګړی مېلمه «احمد شام»، د خپلې موسیقۍ ډلې سره په ګډه، په خپرونې کې ښکلی مناجات ترسره کړل.

 

وروسته له دې چې «احمد شام» له خوا  سندره ترسره شوه، امید پارسا، نواب نجمي او سهراب الیار د خپرونې درې لومړني ګډون‎کوونکي وه او د «نمېدانم چې منزل بود» سندره یې ترسره کړه چې د دواړو ډل‎مشرانو (قیس الفت او عبید جوینده) له خوا وستایل شول. له دې نه وروسته، حسام فرزان او جمشېد سخي د خپرونې دوهمو ګډون‎کوونکو، د استاد سرآهنګ د «مرحبا راشه» په نوم یوه سندره ترسره کړه. او په پای کې، شفیق سروش او الیاس ایثار، د «چنبر چرخ» ښکلې سندره ترسره کړه چې د څارونکو د رضایت وړ و نه ګرځېدل او د هغو له خوا یې منفي ویناوې لاس ته راوړې.

 

د خپرونې په وروستۍ شېبو کې، نندارچیانو او ګډون‎کوونکو انتظار درلود تر څو پوه شي چې څوک به د خپرونې څخه حذف شي، حسام فرزان د عبید جوینده له ډلې څخه لومړنی کس وو چې د خپرونې سره خدای پاماني ته اړېستل شو.