Print
Print

داوود پژمان

داوود پژمان د بدخشان اوسېدونکی ده او په ۱۳۶۳ کال کې همالته نړۍ ته راغلی ده. هغه د افغان ستوري د نهم څپرکي له نامتو څېرو څخه ده. دی له هماغې لومړنۍ خپرونې څخه د خپلې موسیقۍ له ځانګړې آلې (قشقارچه) او ښکلي او بومي غږ سره وکولی شول د زرګونو خلکو په زړونو کې ځای ونیسي او نامتو شي. داوود وکولی شول د افغان ستوري په خپرونه کې څلورم مقام خپل کړي. هغه تراوسه دوه ویډیوګانې ثبت کړې دي چې یوه یې د هغه خپله نامتو سندره (بوی جوی مولیان) ده. داوود پژمان د تاجکستان په هېواد کې کنسرټ ورکړی ده. هغه ډیر لېوال ده چې مدني فعالیت ولري او د خپلو خلکو لپاره د خدمت جوګه وګرځي. داوود پژمان راغلی چې د ستر ستوري خپرونې له لارې بیا سندرې ووایي او سیالي وکړي.