Print
Print

حسام فرزان

حسام فرزان د ۱۳۷۳ کال زېږند دی او اصلاً د لغمان ولایت څخه دی. هغه د افغان ستوري د نهم څپرکي له ګډون‏کوونکو څخه وو او بریالی شو چې په دې خپرونه کې شپږم مقام ترلاسه کړي. حسام د افغان ستوري په خپرونه کې د ګډون په وخت کې زده‏کوونکی وو او همدااوس هم د اقتصاد په پوهنځي کې خپلو لوړو زده‏کړو ته دوام ورکوي. حسام تراوسه څلور سندرې ثبت کړې دي چې یوه یې په انګلیسي ژبې ده. هغه د ځینو ستونزو له کبله تراوسه خپلو سندرو ته د ویډیو په جوړولو نه دی بریالی شوی. حسام یو ځل بیا پرېکړه کړې ترڅو د موسیقۍ په یوې سیالیزې خپرونې کې ګډون وکړي او د هغه هیله په دې خپرونه کې دا ده چې تر وروستني ټکي پورې رسېدل، یعنې ستر ستوری کېدل ده.