Print
Print

امید پارسا

د ۱۳۷۱/۲/۲۴ لمریز کال کې په یوې هنرمندې کورنۍ کې نړۍ ته راغی. د هغه پلار د «سنتور» غږوونکی ده او د هغه په وینا له ډیر کوچنیتوبه د سنتور غږ د هغه په غوږونو کې ځای لري. د افغان ستوري په خپرونه کې د ګډون څخه وروسته، هغه موسیقۍ ته د یوه مسلک په توګه دوام ورکړی ده او د دې هنر د لاډیرې زده‏کړې ته یې مخه کړې ده. امید پارسا په مسلکي توګه د سنتور، ګیتار او پیانو د غږولو وړتیا لري. تراوسه یې ۱۲ غږیزې او درې انځوریزې سندرې جوړې کړي او د یوې نوې (دختر کابل) په نوم سندرې انځور یې د جوړېدو په حال کې ده. د موسیقي په برخه کې د هغه د فعالیتونو څخه کولی شو له آرش بارز سره په هرات کې د سړک د غاړې د لومړني کنسرټ جوړولو ته اشاره وکړو چې دواړه د «ګروه آبي» (آسماني ډلې) غړي هم دي.